news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کشمیر: تر ولکې لاندې کشمیر کې ولسي خوځښت زور اخیستی؛ بښنې نړیوال سازمان د معلوماتي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

کشمیر: تر ولکې لاندې کشمیر کې ولسي خوځښت زور اخیستی؛ بښنې نړیوال سازمان د معلوماتي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

کشمیر: تر ولکې لاندې کشمیر کې ولسي خوځښت زور اخیستی؛ بښنې نړیوال سازمان د معلوماتي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه 

بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د ولسي اعتراضونو او ناکراریو څپه لا هم نه ده ارامه شوې او روان لاریونونه اوس دیارلسمې ورځې ته رسېدلي دي. راپورونه ښيي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره سړکونو ته راوتلي او د اعتراضونو لړۍ په پراخېدو ده

د دغو تحولاتو په منځ کې د بښنې نړیوال سازمان د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د مخابراتي شبکو او انټرنیټ پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي

یاد سازمان ویلي، د اړیکو او معلوماتو د لېږد بندول د خلکو د خبرتیا حق محدودوي او د روان وضعیت د روڼتیا مخه نیسي. د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د انټرنیټ او مخابراتي خدمتونو بېرته فعالېدل به د سیمې اوسېدونکو، رسنیو او بشري حقونو بنسټونو ته د حالاتو د څار او ارزونې زمینه برابره کړي

د سیاسي چارو شنونکي باور لري چې د اعتراضونو پرله‌پسې دوام او د معلوماتي محدودیتونو موجودیت د دې څرګندونه کوي چې په سیمه کې نارضایتي لا هم پراخه ده او د کړکېچ د هواري لپاره اغېزمنو ګامونو ته اړتیا لیدل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto