شهزاد اریوبي: د امنیت په نوم د ځیرکو مبایلونو بندول حل نه دی؛ د سیستمونو پیاوړتیا اړینه ده
بریانیوز- چهار شنبه ٢۷ جوز ١٤٠٥
د افغانستان د مخابراتو پخواني وزیر د ځیرکو مبایلونو د بندیز په اړه د څرګندونو په ترڅ کې ویلي، چې د امنیت د تامین لپاره د ټکنالوژۍ بندول نه، بلکې د سیستمونو پیاوړتیا اصلي اړتیا ده
نوموړي ویلي، که د حکومت یا ادارو هدف امنیت وي، نو باید د مخابراتي او ډیجیټلي زېربناوو د ښه کولو او عصري کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي، نه دا چې د خلکو له لاسه د انلاین نړۍ اسانتیاوې واخیستل شي
اریوبي ټینګار کړی چې د ځیرکو مبایلونو بندیز به د هېواد د ډیجیټل پرمختګ بهیر ورو کړي او افغانستان به له هغه نړیوال بهیر څخه شاته کړي چې اوس د ټکنالوژۍ پر بنسټ چټک پرمختګ کوي
هغه زیاته کړې، چې دا ډول محدودیتونه نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمنوي، بلکې د زدهکړې، کاروبار، اړیکو او معلوماتو ترلاسه کولو په برخو کې هم جدي ستونزې رامنځته کوي
د هغه په وینا، د حل لاره د بندیزونو پر ځای د قوي څارنې سیستمونه، پرمختللې امنیتي ټکنالوژي او مسلکي مدیریت دی، څو هم امنیت خوندي شي او هم د ډیجیټلي پرمختګ دروازې خلاصې پاتې شي
شنونکي هم باور لري چې د ټکنالوژۍ د محدودولو سیاستونه په اوږدمهال کې د پرمختګ مخه نیسي او هېوادونه له نړیوال رقابت څخه وروسته پاتې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1685
-
اخبار افغانستان
796
-
مقاله
438
-
سیاست
127
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl