مسکو/ کابل: روسیه د ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د دفاعي همکارۍ په نوې څپه راستنه شوې
بریانیوز-سه شنبه ۲ سرطان ١٤٠٥
کابل – چې روسیه له نږدې ۳۷ کلونو وروسته یو ځل بیا د افغانستان په امنیتي او دفاعي ډګر کې فعاله حضور ته راستنه شوې ده
په راپور کې ویل شوي چې مسکو د افغانستان له اوسني حکومت سره د دفاعي همکاریو یوه نوې هوکړه لاسلیک کړې چې هدف یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، تجهیز او د پوځي ظرفیتونو پیاوړتیا ده
د راپور له مخې، دا پرمختګ د روسیې د هغه اوږدمهاله سیاست یوه نوې مرحله بلل کېږي چې غواړي په سیمه کې خپل امنیتي او ستراتیژیک نفوذ بېرته پیاوړی کړي، په ځانګړي ډول په هغه هېواد کې چې له ۱۹۸۰مې لسیزې وروسته د نړیوالو رقابتونو مرکز پاتې شوی دی
شنونکي وایي، که څه هم د روسیې او افغانستان د اړیکو دا نوی پړاو د امنیتي همکارۍ په نوم وړاندې کېږي، خو د سیمې د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ د زیاتېدو احتمال هم له ځان سره لري. د هغوی په وینا، د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت لا هم دا هېواد د لویو قدرتونو د سیالۍ په حساس نقطه بدل کړی دی
راپور زیاتوي چې روسیه هڅه کوي د افغانستان په امنیتي جوړښت کې د روزنې او تخنیکي مرستو له لارې خپل رول زیات کړي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د افغانستان د امنیتي وضعیت د ثبات لپاره بېلابېلې تګلارې تعقیبوي
تر اوسه د دې ادعاوو په اړه د مسکو یا د افغانستان د اوسني حکومت له لوري رسمي او تفصیلي تایید نه دی ورکړل شوی، خو دا راپور د سیمهییزو او نړیوالو رسنیو ترمنځ د پراخو بحثونو لامل شوی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?