بلوڅ ازادۍ پوځ: د ګوادر په جیواني کې مو د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر مرکز برید کړی
بریانیوز- شنبه، ١۳ سرطان ١٤٠٥
د بلوڅ ازادۍ پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان ایالت د ګوادر ولسوالۍ د جیواني په سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر یوه امنیتي مرکز برید ترسره کړی دی
د دغې ډلې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په برید کې له ۳۰ څخه ډېر پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي
بلوڅ ازادۍ پوځ ویلي، دا برید د دوی د وسلهوالو له لوري ترسره شوی، خو د عملیاتو د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي
تر اوسه د پاکستان پوځ او یا هم نورو رسمي ادارو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، او د بلوڅ ازادۍ پوځ د ادعا شویو تلفاتو خپلواک پخلی هم نه دی شوی
دغه ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ترمنځ نښتې او بریدونه زیات شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
826
-
مقاله
523
-
سیاست
172
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl