پولنډ ۵۴ ناقانونه کډوال ونیول؛ ۱۵ افغانان هم پکې شامل دي
بریانیوز- شنبه، ١۳ سرطان ١٤٠٥
د پولنډ د سرحدي ساتنې ادارې ویلي، د پولنډ او لیتوانیا پولې ته نږدې یې په یوه باروړونکي موټر کې ۵۴ ناقانونه کډوال نیولي دي
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په یاد موټر کې ۳۰ پاکستانیان، ۱۵ افغانان او ۹ د بنګلهدېش وګړي سپاره وو. ویل کېږي چې موټر د رومانیا نمبر پلېټ درلود او یو رومانیایي وګړي چلاوه
پولنډي چارواکو ویلي، نیول شوي کډوال به د بېرته سپارلو د بهیر له مخې لیتوانیا ته ولېږدول شي، او د دې پېښې او د ناقانونه تګ راتګ د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې په سیمه کې د ناقانونه کډوالۍ لارې بدلې شوې دي. د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې د بېلاروس او پولنډ پر پوله د ناقانونه اوښتو هڅې کمې شوې، خو د بېلاروس او لاتویا پر پوله د کډوالو تګ راتګ زیات شوی دی
چارواکي وایي، ډېری کډوال له بېلاروسه لاتویا ته له ننوتلو وروسته د لیتوانیا او پولنډ له لارې لوېدیځو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو هڅه کوي. له همدې امله پولنډي ځواکونه د پولنډ او لیتوانیا پر پوله، چې لنډمهالي امنیتي محدودیتونه پکې لا هم نافذ دي، وخت ناوخت د ناقانونه کډوالو ډلې نیسي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
827
-
مقاله
525
-
سیاست
175
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl