news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هیئت عالی مقاومت افغانستان؛ د ایران دریځ او د طالبانو سره د اړیکو تر شا محاسبات

هیئت عالی مقاومت افغانستان؛ د ایران دریځ او د طالبانو سره د اړیکو تر شا محاسبات

د افغانستان د وضعیت، د ایران او طالبانو د اړیکو، او د «هیئت عالی مقاومت افغانستان» د سیاسي فعالیتونو په اړه د بحثونو په دوام.

بریانیوز- یکشنبه ١٤ سرطان ١٤٠٥

ازاد خبریال سمیع یوسفزی وایي چې له یوه ایراني ژورنالیست او په کابل کې د ایراني خبري اژانس له پخواني خبریال سره یې په دې تړاو خبرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، هغه له ایراني خبریال څخه پوښتنه کړې وه چې، سره له دې چې تهران له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، ولې بیا هم د مقاومت د جبهې استازو ته درناوی کوي او د «هیئت عالی مقاومت افغانستان» پلاوي ته  د طالبانو د حکومت په کچه پروتوکولي چلند ورکول کېږي؛ هغه څه چې د طالبانو ناخوښي یې هم راپارولې ده.

د سمیع یوسفزي په وینا، ایراني خبریال په ځواب کې ویلي:

««طالبان د ایران پر سیاستونو د نیوکې اخلاقي حق نه لري. ایا دوی کله د مزارشریف د ایراني ډیپلوماتانو د وژنې په اړه رسمي بښنه غوښتې؟ ایا یې د ایران د پرله‌پسې غوښتنو سره سره په دې قضیه کې همکاري کړې؟»»

هغه زیاته کړې: د یوه هېواد پر سفارت برید او د ډیپلوماتانو وژل داسې پېښه نه ده چې په اسانۍ هیره شي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو سره د ایران اړیکې د دې معنا نه لري چې تهران به خپلې پخوانۍ سیاسي، مذهبي او ټولنیزې اړیکې له افغان لوریو سره پرې کړي.

هغه ویلي: طالبان د ایران لپاره یو موقتي ضرورت دی، نه یو مطلوب او دایمي نظام.

د ایراني خبریال په خبره، د مقاومت جبهې د مطرح شویو اهدافو او ادعاوو ځینې برخې د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو له غوښتنو سره همغږي لري او په دې جوړښت کې د ښځو ګډون هم موجود دی.

ایراني خبریال همدارنګه ویلي: تر هغه چې د ایران ملي ګټې خوندي وي، موږ له طالبانو سره تعامل کوو، خو دا په دې معنا نه ده چې د دوی ټولې کړنې توجیه کړو. طالبان لا هم د یوه بشپړ مسؤل او ټول‌شموله نظام استازیتوب نه کوي.

هغه د سرحدي امنیت او کډوالۍ ستونزې هم یادې کړې او ویلي یې دي:

ایران هره ورځ میلیونونه ډالر مصرفوي څو د افغانستان له لوري د خلکو، وسلو او مخدره موادو د ناقانونه تګ راتګ مخه ونیسي.

د هغه په وینا، د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله د افغان کډوالو فشار پر ایران ورځ تر بلې زیاتېږي.

هغه زیاته کړې: موږ چې افغان کډوال وباسو، ډېری یې یوازې څو ورځې وروسته بېرته د خطرناکو لارو ایران ته راګرځي. له داسې ګاونډي سره ژوند اسانه نه دی. د افغانستان څخه د خلکو د دوامدارې کډوالۍ مخنیوی د طالبانو د حکومت مسؤلیت دی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto