news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کله چې د قرآن تلاوت خپله یو پیغام شي؛ د سلما بند د پرانیستې یوه خاطره

کله چې د قرآن تلاوت خپله یو پیغام شي؛ د سلما بند د پرانیستې یوه خاطره

نن ټولو د ایران د مذهبي مشر د جنازې په مراسمو تبصرې کړې وې او د هغوی دا کار یې ستایلی و چې د هر ملک د استازو د راتګ په مهال د قرآن عظيم الشان هغه مبارک آيتونه تلاوت کېدل چې هغوی سره یې ربط درلود او یو ښکاره پيغام يې رساوه، ماته هم خپل کادرونه را یاد شول:

بریانیوز - یکشنبه، ١٤ سرطان ١٤٠٥

٢٠١٦ کال کې د سلما بند ، د پرانیستې مراسم ول.
دا جریان له ټلویزیوني شبکو په ژوندۍ بڼه خپریده. 
له ولسمشر غني سره د هند لومړی وزیر مودي هم ناست و.
قاري صیب پکې د المائدې سورت دغه مبارک آيتونه تلاوت کړل:

"...يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ"

یعنې:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، که له تاسو ځنې، څوک له خپل دین واوښت(الله ج ته زیان نسي رسولی) خدای ج به ژر داسې ډله راولي چې خوښیږي یې او هغوی هم خدای ج سره محبت کوي، دوی به د مؤمنانو مقابل کې عاجزه او د کافرانو په مقابل کې سرسخته او ځواکمن وي. د الله ج په لاره کې به جهاد کوي او د هیڅ ملامت کوونکي له ګواښه به نه ویریږي.

دا جریان ټول ټکي په ټکي ژباړل کېده. ما ویل اوس مودي له ډاره و نه تښتي.
قرانکریم کې د هرې موضوع په اړه ارشادات شته؛ خو تر اخره د دې تلاوت او د سلما بند د پرانیستې په ربط پوه نشوم.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto