حنفي: روغتیايي چارې دې له سیاسي لانجو بېلې وساتل شي
بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥
د اسلامي امارت د وزیرانو شورا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مدیترانې سیمې له مشرې ډاکټرې حنان حسن بلخي او ورسره مل پلاوي سره وکتل او د هېواد د روغتیايي چارو، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو او د ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې
په دې ناسته کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق، د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ او په کابل کې د قطر استازي هم ګډون کړی و
عبدالسلام حنفي د نړیوالو روغتیايي بنسټونو له مرستو مننه وکړه او ویې ویل، هیله لري چې د دغه پلاوي سفر به د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره ګټورې پایلې ولري
د روغتیا نړیوالې ټولنې د ختیځې مدیترانې سیمې مشرې ډاکټرې حنان حسن بلخي وویل، د افغانستان ښه امنیتي چاپېریال د ماشومانو د ګوزڼ ضد دودیزو هڅو د بریا مهم لامل دی. هغې زیاته کړه، په وروستیو کلونو کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې څرګند پرمختګ شوی او که ګډې هڅې همداسې روانې پاتې شي، نو په راتلونکو دولسو میاشتو کې د ګوزڼ بشپړ له منځه وړل هم شوني دي
په ناسته کې د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو پر غځولو ټینګار وشو او نړیوالو بنسټونو د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ
حنفي همداراز وویل، په هېواد کې د نشه ييزو توکو د کر او قاچاق کچه د اغېزناکو کړنلارو له امله په څرګند ډول راکمه شوې ده. هغه د بېرته راستانه شویو افغانانو د بهیر اداره ستره ننګونه وبلله، خو زیاته یې کړه چې د هغوی لپاره اړین خدمتونه برابر شوي دي
هغه ټینګار وکړ چې راستنېدونکي افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو او د کار موندنې فرصتونو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو همکاري مهمه ده
د وزیرانو شورا اداري مرستیال په پای کې یو ځل بیا وغوښتل چې روغتیايي چارې دې له سیاسي لانجو بېلې وساتل شي او نړیوال بنسټونه دې د افغانستان استازي هم خپلو نړیوالو غونډو ته وروبولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?