news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سوېډن : د افغانانو د خوښې ستنېدنې پر هڅو میلیونونه ولګول، خو تر اوسه هېڅوک بېرته نه دي ستانه شوي

سوېډن : د افغانانو د خوښې ستنېدنې پر هڅو میلیونونه ولګول، خو تر اوسه هېڅوک بېرته نه دي ستانه شوي

سوېډن : د افغانانو د خوښې ستنېدنې پر هڅو میلیونونه ولګول، خو تر اوسه هېڅوک بېرته نه دي ستانه شوي

بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥

سوېډن د هغو افغانانو د خوښې ستنېدنې لپاره چې د استوګنې غوښتنې یې نه دي منل شوې، له تېر کال راهیسې پراخ پروګرام پیل کړی، خو د تازه راپور له مخې تر اوسه هېڅ افغان د دغه پروګرام له لارې خپل هېواد ته نه دی ستون شوی

د راپور له مخې، د دې پروګرام لپاره له اته میلیونو سوېډني کرونونو ډېرې پیسې لګول شوې دي، چې نږدې اته سوه شل زره امریکایي ډالرو سره برابرېږي. د دې هڅې موخه دا وه چې سلګونه افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، خو تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې

ویل کېږي چې دغه پروګرام د سلا او لارښوونې له لارې هغه افغانان هڅوي چې بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو په اړه پرېکړه وکړي. خو د څېړونکو او د کډوالو د ملاتړ ځینو بنسټونو په اند، په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او د خلکو د اندېښنو له امله ډېری افغانان د ستنېدو لېوالتیا نه لري

د سوېډن حکومت بیا ټینګار کوي چې هغه کسان چې د استوګنې قانوني حق نه لري، باید خپل هېواد ته ستانه شي، او خوښه ستنېدنه د جبري ایستنې په پرتله غوره او لږ لګښتي لاره ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto