news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کانونو او پټرولیم وزارت : د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د ایستلو تړون لاسلیک شو

کانونو او پټرولیم وزارت : د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د ایستلو تړون لاسلیک شو

کانونو او پټرولیم وزارت : د تخار د سرو زرو د دوو کانونو د ایستلو تړون لاسلیک شو

بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ د شول درې او وارچي سیمو د رسوبي سرو زرو د کانونو د ایستلو تړون له عبدالحمید فیضي د کانونو د ایستلو او پروسس له شرکت سره لاسلیک شوی دی

د وزارت د څرګندونو له مخې، د دغه تړون ټولیز ارزښت ۸۹ میلیونه او ۶۴ زره امریکایي ډالره دی. تړون د لسو کلونو لپاره شوی او اسلامي امارت به د کان د عوایدو څلوېښت سلنه امتیازي ونډه ترلاسه کوي

د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري ویلي، قراردادي شرکت مکلف دی چې خپلې ټولې چارې د کانونو د قانون، اړوندو کړنلارو او په تړون کې د ثبت شویو ژمنو له مخې ترسره کړي

د وزارت د معلوماتو له مخې، قراردادي شرکت به د امتیازي ونډې تر ورکړې سربېره د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم دوه میلیونه امریکایي ډالره پانګونه وکړي

وزارت زیاتوي، تمه ده چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا درې زره کسانو ته نېغ په نېغه او څلور زره نورو ته په نانېغ ډول د کار زمینه برابره شي، چې د سیمې په اقتصادي وده او د خلکو په کارموندنه کې به مهمه ونډه ولري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto