د ملا هبت الله په حکم د جمعه خان فاتح د نیولو او نظامي محکمې ته د سپارلو امر صادر شو!
د طالبانو د مشر، ملا هبت الله اخندزاده، له لوري په خپاره شوي رسمي مکتوب کې د بدخشان ولایت د طالبانو پخواني مسؤل، جمعه خان فاتح، د نیولو او نظامي محکمې ته د معرفي کولو حکم صادر شوی دی.
بریانیوز- یکشنبه ١٤ سرطان ١٤٠٥
د مکتوب له مخې، د یاد حکم د عملي کولو مسؤلیت د طالبانو د دفاع وزارت د سرحدي ځواکونو مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر، د امنیتي چارو ستر معین مولوي محمد ابراهیم صدر او د استخباراتو د عمومي ریاست لوی مرستیال ملا تاجمیر جواد ته سپارل شوی، ترڅو نوموړی ونیسي او د قضیې د څېړنې لپاره یې نظامي محکمې ته وسپاري.
په وروستیو میاشتو کې د بدخشان ولایت د کانونو د مدیریت، عوایدو او سیمهییز نفوذ پر سر د طالبانو د ځینو قوماندانانو ترمنځ د اختلافونو راپورونه خپاره شوي وو.
د سرچینو په وینا جمعه خان فاتح د همدې اختلافونو له امله د طالبانو له مرکزي مشرتابه سره په لانجه کې و. د دغه لانجو له وجی نوموړي د طالبانو د مشر د ځینو امرونو له عملي کولو ډډه کړې وه، چې له امله یې د نظامي محکمې ته د معرفي کولو او د هغه د بېوسلې کولو (خلع سلاح) پرېکړه شوې ده.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1698
-
اخبار افغانستان
829
-
مقاله
525
-
سیاست
175
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl