news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فاروق اعظم: ایران د طالبانو سره دوه‌ګونی چلند کوي؛ د خامنه‌يي جنازې ته یې طالبان او مخالفین په یوه کچه وبلل

فاروق اعظم: ایران د طالبانو سره دوه‌ګونی چلند کوي؛ د خامنه‌يي جنازې ته یې طالبان او مخالفین په یوه کچه وبلل

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت پخواني سلاکار، فاروق اعظم، په یوه تحلیلي لیکنه کې د افغانستان په اړه د ایران پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د تهران اوسنی چلند له هغو مثبتو دریځونو سره سمون نه خوري چې د طالبانو په وړاندې یې په وروستیو کلونو کې څرګند کړي دي.

بریانیوز- شنبه ١٣ سرطان ١٤٠٥

د هغه په وینا، په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا پر افغانستان د برید پر مهال ایران د امریکا له مهمو همکارانو څخه و.

اعظم ادعا کوي چې د امریکا او ایران پوځي چارواکو د طالبانو پر ضد د عملیاتو په همغږۍ کې رول درلود او تهران د کابل د هغه وخت حکومت د پیاوړتیا لپاره هم د شلو کلونو په موده کې له امریکا سره پراخه همکاري کړې وه.

هغه زیاتوي چې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، په همدې موده کې له طالبانو سره د ایران محدودې اړیکې او مرستې هم د امریکا له پوهې او تفاهم پرته نه وې.

فاروق اعظم د خپلې لیکنې په بله برخه کې د ایران او اسرائیل/امریکا د وروستۍ شخړې پر مهال د طالبانو دریځ ته اشاره کوي او وایي چې طالبانو د ایران پر وړاندې د امریکا بریدونه وغندل او د خپلې وسې تر کچې یې له تهران سره سیاسي ملاتړ څرګند کړ. د هغه په باور، ایراني چارواکو هم څو ځله د دغه دریځ ستاینه کړې او د طالبانو د رسمیت پېژندنې د نږدې کېدو خبرې یې کړې دي.

خو اعظم ادعا کوي چې د دغو څرګندونو باوجود، ایران لا هم طالبان په رسمیت نه دی پېژندلی او هیڅ کله به په رسمیت و نه پیږنی او همدارنګه په نړیوالو فورمونو کې د طالبانو له منتقدینو سره ولاړ دی.

هغه په ځانګړي ډول د ایران د ستر مشر د جنازې مراسمو ته اشاره کوي او وایي چې د طالبانو استازي او د طالبانو مخالف شخصیتونه په یوه وخت او ورته رسمي کچه بلل شوي وو. د فاروق اعظم په اند، دا اقدام د تهران د سیاست د ابهام څرګندونه کوي او د طالبانو له مثبت او محتاط دریځ سره سمون نه لري.

فاروق اعظم د خپلې لیکنې په پای کې ټینګار کوي چې د طالبانو لپاره اړینه ده څو د نړیوالو اړیکو په برخه کې خپلې پالیسۍ د واقعي تجربو او ملي ګټو پر بنسټ له سره وارزوي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto