news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هانا بنسټ: په ایران کې افغان کډوال له قانوني او اداري خنډونو سره مخ دي

د هانا بنسټ: په ایران کې افغان کډوال له قانوني او اداري خنډونو سره مخ دي

د هانا بنسټ: په ایران کې افغان کډوال له قانوني او اداري خنډونو سره مخ دي

بریانیوز - دوشنبه، ١۵ سرطان ١٤٠٥

د هانا د بشري حقونو بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، په ایران کې مېشت افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د ودونو، زېږونونو، بېلتونونو او نورو مدني سندونو د ثبتولو په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، دغو کډوالو ته د محکمو، قانوني مرستو او اداري خدمتونو لاسرسی هم له ګڼو خنډونو سره مل دی

راپور زیاتوي، د وروستیو نښتو له امله د امنیتي تدابیرو سختېدو، د انټرنېټ پرې کېدو، په عامه خدمتونو کې د ګډوډۍ او د اداري فشارونو له زیاتېدو وروسته د افغان کډوالو وضعیت لا پسې ستونزمن شوی دی. د هانا په وینا، دغو بدلونونو د ګڼو افغانانو لاسرسی عدالت، بنسټیزو خدمتونو او خپلو قانوني حقونو ته لا محدود کړی دی
د یاد بنسټ په اند، ښځې او ماشومان د دغو ستونزو تر ټولو ډېر اغېزمن شوي او د قانوني اسنادو نشتون یې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو په ترلاسه کولو کې هم ستونزې زیاتې کړې دي

هانا د ایران له چارواکو غوښتي چې د افغان کډوالو د مدني اسنادو د ثبت بهیر اسانه کړي، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خونديتوب لپاره اغېزمن ګامونه واخلي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د کډوالو لاسرسی عدلي، قضایي او اداري ادارو ته محدودوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto