news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان د بې‌ځایه کېدو له ستر بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان د بې‌ځایه کېدو له ستر بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان د بې‌ځایه کېدو له ستر بشري ناورین سره مخ دی

بریانیوز - سه شنبه، ١۶ سرطان ١٤٠٥

د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان دا مهال د نړۍ له تر ټولو لویو بې‌ځایه کېدو له ناورینونو څخه له یوه سره مخ دی، او د هېواد بشري او اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې له لا ډېرو فشارونو سره مخ کېږي

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې د څرګندونو له مخې، بې‌وزلي، پرله‌پسې وچکالي، زلزلې، د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل او اقتصادي ستونزې د میلیونونو خلکو پر ژوند او د عامه خدمتونو پر وړاندې دروند فشار اچولی دی

یادې ادارې ویلي، د کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله د سرپناه، روغتیا، ښوونې، پاکو اوبو او د کارموندنې اړتیاوې زیاتې شوې دي، په داسې حال کې چې ډېری سیمې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي امکانات نه لري

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستې او ګډې هڅې اړینې دي، څو له زیانمنو کورنیو سره پر وخت مرسته وشي او د خلکو د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto