د امریکا ولسمشر نن (چهارشنبه) د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ناټو د غونډې په څنډه کې وویل چې له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی او له تهران سره خبرې یې «د وخت ضایع کول» وبللې.
بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥
ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی، وویل: زما په اند دا موضوع ختمه شوې ده.
هغه زیاته کړه: زما په اند دا هر څه پای ته رسېدلي او زه نه غواړم نور له هغوی سره سروکار ولرم. هغوی ډېر کرکجن خلک دي.
ټرمپ د ناټو د سرمنشي ترڅنګ وویل: هغوی ډېر بد خلک دي. ناروغ ذهنیت لري او مشران یې هم ناروغ دي. تر کومه چې زما خبره ده، له هغوی سره معامله کول یوازې د وخت ضایع کول دي.
د امریکا ولسمشر وویل چې له استیو ویټکاف او جرالد کوشنر سره به خبرې وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا د تهران پرېکړه ده چې بېرته د خبرو مېز ته راګرځي که نه.
ټرمپ د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل: ټول په دې سلا دي چې ایران باید اټومي وسله ونه لري. موږ یوې هوکړې ته رسېږو، خو وروسته هغوی رسنیو ته داسې ښيي لکه هېڅ ډول خبرې نه وي شوې. دلته یو څه ستونزه شته. یا هغوی لېوني دي او یا هم نامتعادل چلند کوي.
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه وشول او دواړو لورو یو بل د اوربند د تفاهم په ماتولو تورن کړل.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
834
-
مقاله
533
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl