جنازې مراسم : د پخواني ملي کرېکټ لوبغاړي شاپور ځدراڼ د جنازې مراسم سبا په کابل کې ترسره کېږي
بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي د جنازې مراسم به سبا، پنجشنبه، سهار لس بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شي
د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې د جنازې له لمانځه وروسته به د شاپور ځدراڼ مړی د کابل په نادرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي
شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له هغو مخکښو او پېژندل شویو لوبغاړو څخه و چې د اوږدې مودې لپاره یې د هېواد د ملي لوبډلې استازیتوب وکړ او په ګڼو نړیوالو سیالیو کې یې د خپلې چټکې توپ اچونې او غوره لوبو له لارې د افغانستان په بریاوو کې مهم رول ولوباوه
د نوموړي له مړینې وروسته د کرېکټ مینهوالو، پخوانیو او اوسنیو لوبغاړو او د ورزش ګڼو څېرو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د هغه مړینه یې د افغانستان د کرېکټ لپاره ستره ضایعه بللې ده
تمه کېږي چې د جنازې په مراسمو کې به د کرېکټ بورډ چارواکي، د ملي لوبډلې لوبغاړي، ورزشي شخصیتونه او د نوموړي سلګونه مینهوال ګډون وکړي او وروستی درناوی به ورته وړاندې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
835
-
مقاله
538
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl