ریاستالوزرا: د برېښنا پنځه کلن پراختیايي پلان د اسلامي امارت د رهبر له لوري منظور شو
بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی چې د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان د اسلامي امارت د رهبر له لوري منظور شوی، چې موخه یې په هېواد کې د برېښنا د تولید زیاتوالی، د انرژۍ د بنسټونو پراختیا او د کورنیو سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه ده
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دغه پنځه کلن پلان کې د اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو له سرچینو د برېښنا د تولید ګڼې پروژې، د برېښنا د لېږد د مزو غځول، د نوو برېښنايي سبسټېشنونو جوړول او د برېښنا د وېش د شبکو پراختیا شامله ده
چارواکي وایي، د دې پلان په پلي کېدو سره به د هېواد د برېښنا تولیدي وړتیا لوړه شي، د انرژۍ بنسټونه به لا پیاوړي شي او پر وارداتي برېښنا به د افغانستان اړتیا په تدریجي ډول کمه شي
د اقتصادي معاونیت په وینا، د انرژۍ سکټور پراختیا د هېواد د اقتصادي ودې، صنعتي پرمختګ او د پانګونې د زیاتوالي لپاره مهم ارزښت لري، او د یادو پروژو عملي کېدل به د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ او د برېښنا د دوامدارې برابرونې لپاره زمینه برابره کړي
اقتصادي معاونیت همداراز ټینګار کړی چې د کورنیو انرژۍ سرچینو پراختیا د هېواد له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې افغانستان په راتلونکو کلونو کې د برېښنا په برخه کې د ځانبسیاینې پر لور مهم ګامونه واخلي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
835
-
مقاله
538
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl