سيکاسازمان په قزاقستان کې د افغانستان سفارت د سیکا له عمومي منشي سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې
سيکاسازمان په قزاقستان کې د افغانستان سفارت د سیکا له عمومي منشي سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې
بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥
په قزاقستان کې د افغانستان سفارت ویلي، په استانه کې د اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي د له عمومي منشي سره کتلي او د افغانستان او سیکا ترمنځ د همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي
د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د سیکا په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب، د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د فعال ګډون او د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه د نظرونو تبادله شوې ده
دواړو لورو همدارنګه د سیمې په کچه د افغانستان د رول، د بدیل معیشت د پروګرامونو د ملاتړ، اقتصادي همکاریو او د افغان دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهالو روزنیزو پروګرامونو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان د ظرفیت لوړونې، د مسلکي زدهکړو د پراختیا او له سیمهییزو هېوادونو سره د همکاریو د پراخولو پر اهمیت هم ټینګار شوی دی
د افغانستان سفارت ویلي، د دې ډول لیدنو موخه د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا، د ګډو همکاریو پراخول او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د ونډې زیاتول دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
835
-
مقاله
538
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl