د روغتیا نړیوال سازمان: د ګډو هڅو په مټ افغانستان د پولیو له ناروغۍ پاکېدای شي
بریانیوز چهارشنبه- ١٧ سرطان ١٤٠٥
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې ویلي، افغانستان ته یې د پولیو د څارنې بورډ د پلاوي په مشرۍ د سفر پر مهال له افغان چارواکو، روغتیايي کارکوونکو، د ملګرو ملتونو له ادارو او نورو شریکانو سره د پولیو د له منځه وړلو او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په اړه لیدنې او خبرې کړې دي
حنان بلخي په اېکس کې لیکلي، هر ماشوم باید واکسین ته بشپړ لاسرسی ولري او دا بهیر باید د عادي واکسیناسیون، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د دوام او د یوه پیاوړي او با ثباته روغتیايي نظام له جوړېدو سره یو ځای پر مخ یووړل شي
هغې ټینګار کړی چې د پولیو پر ضد مبارزه یوازې د واکسین په ورکولو نه بشپړېږي، بلکې د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د خلکو پوهاوی او د ټولو اړخونو همغږي هم د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره مهم رول لري
د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې رییسې زیاته کړې، که څه هم افغانستان لا هم له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، خو د افغان چارواکو او روغتیايي کارکوونکو ژمنتیا هیلهبښونکې ده. د هغې په وینا، د حکومت، نړیوالو ادارو او شریکانو د ګډو هڅو په دوام سره افغانستان کولای شي په راتلونکې کې د پولیو ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي او ماشومانو ته خوندي او سالم ژوند برابر کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1701
-
اخبار افغانستان
835
-
مقاله
538
-
سیاست
178
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl