تېره شپه د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې په دویم بلاک کې، ۱۲مې حوزې ته نږدې، یو ځوان د موبایل د غلا پر مهال د نامعلومو وسلهوالو له لوري په چاقو وژل شوی دی.
بریانیوز سهشنبه، ٦ اسد ١٤٠٥
د قرباني خپلوانو بریانیوز ته ویلي، چې وژل شوی ځوان ارمان خان نومېده، د لغمان ولایت د ګلارام کلي اوسېدونکی و او دا مهال یې په کابل کې د مزدورۍ له لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروله.
د معلوماتو له مخې، غلو د هغه د موبایل د اخیستو هڅه کړې، خو د مقاومت پر مهال یې په غاړه د چاقو ګوزار کړی، چې د سختو ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه امنیتي ادارو د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي او د بریدګرو د نیولو په اړه هم معلومات نه دي خپاره شوي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول کابل ښار کې، د هدفي وژنو، وسلهوالو غلاوو او جنايي پېښو د زیاتېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1728
-
اخبار افغانستان
878
-
مقاله
602
-
سیاست
227
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl