المان یو ځل بیا افغان کډوال افغانستان ته وشړل؛ دا ځل بېګناه پناه غوښتونکی هم په اخراج کې شامل و
د جرمني حکومت تېره شپه یو ځل بیا د چارټر الوتکې له لارې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي کابل ته وشړل.
بریانیوز سهشنبه، ٦ اسد ١٤٠٥
د راپورونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان پناه غوښتونکی، چې هېڅ جرمي سابقه یې نه لرله، هم له جرمني څخه افغانستان ته ایستل شوی دی.
تر دې وړاندې به جرمني یوازې هغه افغانان اخراجول چې د جرمونو په ترسره کولو تورن یا محکوم وو، خو د وروستي اخراج په لړ کې داسې کسان هم شامل شوي چې هېڅ جرم یې نه و کړی.
دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د طالبانو یو پلاوی جرمني ته سفر کړی او د دواړو لورو ترمنځ د کډوالۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې ترسره شوی.
بل لور ته، د افغانستان سخت اقتصادي وضعیت، بېکاري او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو نشتوالي له امله زرګونه ځوانان اړ شوي چې د قاچاقبرو له خطرناکو او غیرقانوني لارو اروپا، په ځانګړي ډول جرمني، ته ځانونه ورسوي. اوس د دغو ځوانانو بېرته افغانستان ته ستنېدل، په داسې حال کې چې ډېری یې هېڅ جرم نه دی کړی، د بشري حقونو او کډوالۍ د پالیسۍ په اړه ګڼې پوښتنې راولاړوي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1728
-
اخبار افغانستان
878
-
مقاله
602
-
سیاست
227
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl