news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان د جګړې تورې دوسیې لا هم پرانیستې؛ د بهرنیو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو څېړنې کلونه وروسته هم بې پایلې دي

د افغانستان د جګړې تورې دوسیې لا هم پرانیستې؛ د بهرنیو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو څېړنې کلونه وروسته هم بې پایلې دي

د افغانستان د جګړې تورې دوسیې لا هم پرانیستې؛ د بهرنیو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو څېړنې کلونه وروسته هم بې پایلې دي

 بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش) 


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو اړوند یو شمېر مهمې دوسیې، له کلونو تېرېدو وروسته هم د عدالت وروستي پړاو ته نه دي رسېدلې او د قربانیانو کورنۍ لا هم د حق غوښتنې په تمه دي
راپورونه ښيي چې د بریتانیا او اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د هغو سرتېرو دوسیې چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنو او نورو جنګي جرمونو په تورونو سره مخ دي، لا هم د څېړنو او قانوني بهیرونو په پړاو کې پاتې دي
د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو پخوانی افسر بن رابرټ-سمېټ چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د پنځو جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن شوی، نږدې څلور میاشتې وړاندې نیول شوی و، خو د هغه دوسیه لا هم لومړنیو پړاوونو کې ده. د راپورونو له مخې، د قضیې د پراخو اسنادو، پېچلتیا او د ملي امنیت اړوندو معلوماتو له امله ښايي د هغه اصلي محاکمه تر ۲۰۲۹ کال پورې وغځېږي
حقوق‌پوه روح‌الله سخي‌زاده وایي، د ملي امنیت په نوم د داسې قضیو ځنډول باید د عدالت د مخنیوي وسیله نه شي، ځکه د جنګي جرمونو هر اړخیزه او روڼ څېړنه د قربانیانو حق دی
د بن رابرټ-سمېټ تر څنګ، د اسټرالیا د بل پخواني افسر اولیور شولتز دوسیه هم لا وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې. نوموړی په ۲۰۲۳ کال کې د ارزګان ولایت د یوه افغان ملکي وګړي په وژنه تورن شوی دی
د قربانیانو کورنۍ وایي، د جګړې له امله اوښتې مرګ‌ژوبلې لا هم د خلکو پر ژوند اغېز لري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د تورنو کسانو په اړه عادلانه پرېکړه وشي
د جنګي جرمونو تورونه یوازې د اسټرالیايي ځواکونو تر سرتېرو محدود نه دي؛ د بریتانیا ځانګړي ځواکونه هم په افغانستان کې له ورته ادعاوو سره مخ دي. د بریتانیا حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د دغو تورونو د څېړلو لپاره یوه خپلواکه څېړنه پیل کړې وه، خو تر اوسه یې وروستۍ پایله نه ده اعلان شوې
د افغانستان د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه لا هم روانه ده، خو د کلونو په تېرېدو سره د دې پوښتنې ځواب نه دی موندل شوی چې د تورنو کسانو حساب به کله ورکول کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto