د بریتانیا د دفاع وزارت : د افغان همکارانو د معلوماتو افشا کېدو بریتانیا تر سختو نیوکو لاندې راوسته؛ پارلمان د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه
د بریتانیا د دفاع وزارت : د افغان همکارانو د معلوماتو افشا کېدو بریتانیا تر سختو نیوکو لاندې راوسته؛ پارلمان د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د بریتانیا د دفاع وزارت د زرګونو هغو افغانانو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو په برخه کې له سختو نیوکو سره مخ شوی چې له بریتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې وه
د بریتانیا د پارلمان د دفاع کمېټې په تازه راپور کې، چې د میرر ورځپاڼې خپور کړی، راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د لېږد او مېشتېدو د پروګرام د ۱۸ زره او ۵۰۰ څخه د ډېرو غوښتونکو شخصي معلومات په تېروتنه افشا شول، او له همدې امله د ګڼو افغانانو ژوند له جدي امنیتي ګواښ سره مخ شو
راپور دغه پېښه «یوه اټکل کېدونکې او سیسټماټیکه ناکامي» بللې او له بریتانیايي حکومت یې غوښتي چې د هغو افغانانو د خوندي کولو او لېږد لپاره بېړني ګامونه واخلي چې لا هم په افغانستان او یا درېیمو هېوادونو کې بند پاتې دي
د پارلمان د دفاع کمېټې مشر، تن ډېسي، ویلي دا یوازې د معلوماتو د افشا کېدو موضوع نه ده، بلکې د هغو افغانانو د ژوند کیسه ده چې د ځنډ، پټ ساتنې او ناسمې پرېکړې قربانیان شوي دي
هغه له حکومت غوښتي چې روښانه کړي، څنګه به له هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې نه د خوندي سفر توان لري او نه هم درېیم هېواد ته د تګ لګښت برابرولای شي، خو لا هم د خپلو دوسیو د ارزونې په تمه دي
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د بریتانیا دفاع وزارت باید د کډوالۍ د دوسیو د مدیریت مسئولیت نه درلود او د محرمو معلوماتو تر نوم لاندې باید د دولتي ادارو حساب ورکونه محدوده نه شي
د پارلمان د دفاع کمېټې د هغو افغانانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې چې له بریتانوي ځانګړو ځواکونو سره یې همکاري کړې، خو د مېشتېدو غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د راپور له مخې، د دغو کسانو یو شمېر لا هم په پټه ژوند کوي، ځینې نورو هېوادونو ته تښتېدلي او له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي
په غبرګون کې د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند د دې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، دا ډول تېروتنه باید هېڅکله نه وای رامنځته شوې. نوموړي زیاته کړې چې حکومت د معلوماتو د خوندي ساتلو، د دوسیو د ارزونې د بهیر د ښه کولو او د افغانانو د مېشتېدو د پروګرام د پیاوړتیا لپاره پراخ بدلونونه پیل کړي دي
د دفاع وزارت په وینا، تر اوسه زرګونه وړ افغانان بریتانیا ته لېږدول شوي او حکومت ژمن دی چې د افغانانو د مېشتېدو پروګرام د پارلمان د اوسني دورې تر پای پورې بشپړ کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?