ملګرو ملتونو : د افغانستان په اړه خبرداری ورکړ؛ د بې وزلۍ او جبري ستنېدو له امله د انسان قاچاق د پراخېدو له ګواښ سره مخ دی
ملګرو ملتونو : د افغانستان په اړه خبرداری ورکړ؛ د بېوزلۍ او جبري ستنېدو له امله د انسان قاچاق د پراخېدو له ګواښ سره مخ دی
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۸ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان، د انسان د قاچاق پر وړاندې د نړیوالې ورځې په مناسبت، خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو، جبري ستنېدو او بشري بحرانونو له امله د انسان قاچاق او د خلکو ناوړه ګټهاخیستنه په بې ساري ډول د زیاتېدو په حال کې ده
د دواړو بنسټونو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو پراخ جبري ستنېدل، د کوکنارو د کرکیلې له اقتصاد سره تړلو عایداتو کمېدل، د نړیوالو بشري مرستو راټیټېدل، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو روان محدودیتونه د خلکو اقتصادي او ټولنیز زیانمن حالت لا پسې سخت کړی او زرګونه کسان یې د انسان قاچاق له جدي ګواښ سره مخ کړي دي
د راپور له مخې، د بېرته ستنو شویو افغانانو له ډلې یوازې ۱۱ سلنه ثابت کار یا خپله دنده لري، په داسې حال کې چې ۵۶ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. همدارنګه، نږدې نیمايي بېرته ستانه شوي کسان د پورونو او مالي مرستو پر مټ ژوند تېروي
ملګرو ملتونو ویلي، دا ډول اقتصادي فشارونه ډېر کسان دې ته اړ باسي چې د انسان قاچاق کوونکو په جال کې راګیر شي او د جبري کار، جنسي ځورونې، پوري غلامۍ، اجباري ودونو، د ماشومانو د جبري کار، ناقانونه فعالیتونو او حتی د بدن د غړو د ایستلو قربانیان شي
د دغو بنسټونو په وینا، ښځې، ماشومان، بېرته ستانه شوي کډوال او پور وړونکې کورنۍ د انسان قاچاق تر ټولو لویو ګواښونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر استازي ویلي، د افغانستان اوسنی وضعیت د انسان قاچاق د مخنیوي لپاره د بېړنیو او پراخو اقداماتو غوښتنه کوي، ځکه د خلکو پر ژوند اقتصادي او ټولنیز فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي
بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر د کوربه ټولنو له وسه لوړ دی او که نړیواله ټولنه لازم ملاتړ ونه کړي، زرګونه کورنۍ به له بېکارۍ، بېسرپناهۍ او د ژوند له لومړنیو خدمتونو بېبرخې پاتې شي؛ هغه وضعیت چې د انسان قاچاق او ناوړه ګټهاخیستنې خطر نور هم زیاتوي
دواړو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د انسان قاچاق پر وړاندې سیمهییزه همکاري پیاوړې کړي، د زیانمنو کسانو لپاره د ملاتړ پروګرامونه پراخ کړي، د کار او عاید فرصتونه رامنځته کړي او د قاچاق کوونکو شبکو پر وړاندې جدي او همغږي مبارزه وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?