نیویارک : د «جنسیتي اپارتایډ» د نړیوال جرم په توګه د پېژندلو هڅې؛ نوې مرحله پیل شوه
بریانیوز/ شنبه ( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
نیویارک – د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وایي، د «جنسیتي اپارتایډ» د یوه نړیوال جرم په توګه د رسمي پېژندلو هڅې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي
د دغو سازمانونو په وینا، اسټرالیا، هسپانیا، مکسیکو او یو شمېر نورو هېوادونو د ملګرو ملتونو د یوه نړیوال تړون په مسوده کې د جنسیتي اپارتایډ د مفهوم د شاملولو لپاره رسمي وړاندیزونه وړاندې کړي دي
د بشري حقونو سازمانونه وایي، د دې هڅو تر شا د افغان ښځو هغه مبارزه هم مهمه ده چې په افغانستان کې د طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو او سختو تګلارو په غبرګون کې روانه ده
د معلوماتو له مخې، د یاد نړیوال تړون په اړه رسمي خبرې اترې به د ۲۰۲۸ کال په جنورۍ کې پیل شي. تر هغې وړاندې به نورو هېوادونو ته هم فرصت ورکړل شي چې د تړون په مسوده کې د جنسیتي اپارتایډ د شاملولو لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړي
د بشري حقونو فعالان هیله لري چې د دې اصطلاح نړیوال قانوني تعریف به د هغو نظامونو پر وړاندې د حساب ورکونې زمینه برابره کړي چې د جنسیت پر بنسټ پراخ او سیستماتیک تبعیض ترسره کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1751
-
اخبار افغانستان
902
-
مقاله
634
-
سیاست
256
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl