news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

مانسهره : خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ؛ ۹ افغانان نیول شوي

مانسهره : خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ؛ ۹ افغانان نیول شوي

مانسهره : خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ؛ ۹ افغانان نیول شوي

 بریانیوز/ شنبه ( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

مانسهره – د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې پاکستاني پولیسو ۹ افغان کډوال نیولي او زنداني کړي دي

ځایي پولیس وایي، نیول شوي کسان اوس تر پلټنو لاندې دي او له قانوني پړاوونو وروسته به اړوندو ادارو ته وسپارل شي

پولیسو ټینګار کړی چې په پاکستان کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو پر وړاندې به د نیولو او قانوني اقداماتو لړۍ دوام ولري

بلخوا، د کډوالۍ نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې یوازې په تېرو دوو اوونیو کې له ۱۰۰ زرو ډېر افغانان له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په راستنېدونکو کې له ۵۵ زرو ډېر کسان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي

د کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د بشري حقونو او مرستندویه بنسټونو له لوري د راستنېدونکو د سرپناه، کار او لومړنیو خدمتونو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto