news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډاکه : بنګله‌ دېش کې د شري ناروغۍ پراخېدل؛ له ۱۱۵ زرو ډېر کسان روغتونونو ته تللي

ډاکه : بنګله‌ دېش کې د شري ناروغۍ پراخېدل؛ له ۱۱۵ زرو ډېر کسان روغتونونو ته تللي

ډاکه : بنګله‌دېش کې د شري ناروغۍ پراخېدل؛ له ۱۱۵ زرو ډېر کسان روغتونونو ته تللي

 بریانیوز/ شنبه ( ۱۷ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 بنګله‌دېش کې د شري ناروغۍ خپرېدو د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې نوې اندېښنې راولاړې کړې دي. د دغه هېواد روغتیايي چارواکي وایي، د مارچ له میاشتې راهیسې له ۱۱۵ زرو ډېر کسان د شري ناروغۍ له امله روغتونونو ته مراجعه کړې ده

د بنګله‌دېش د روغتیايي خدمتونو ادارې د معلوماتو له مخې، د ناروغۍ د پراخېدو له امله ګڼې کورنۍ له روغتیايي او مالي ستونزو سره مخ شوې دي

د سرې میاشتې د راپور له مخې، له هرو لسو اغېزمنو کورنیو څخه شاوخوا نهه اړې شوې چې د خپلو ناروغانو د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره پور واخلي

راپورونه وایي، د شري ناروغۍ له امله یو شمېر ماشومان هم مړه شوي دي، چې د ناروغۍ د پراخېدو په اړه یې د کورنیو او روغتیايي ادارو اندېښنې زیاتې کړې دي

اوس مهال د بنګله‌دېش سرې میاشتې ټولنه، د نړیوال فدراسیون په ملاتړ، له اغېزمنو کورنیو سره د مرستو ترڅنګ د شري د مخنیوي او عامه پوهاوي روغتیايي پروګرامونه هم پلي کوي

روغتیايي ادارې ټینګار کوي چې د ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ماشومانو واکسین، ژر تشخیص او پر وخت درملنه مهمه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto