news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران پر طالبانو د فشار نوې جبهه پرانیزي؛ د مزارشریف د دیپلوماتانو د وژنې دوسیه بیا راپورته شوه

ایران پر طالبانو د فشار نوې جبهه پرانیزي؛ د مزارشریف د دیپلوماتانو د وژنې دوسیه بیا راپورته شوه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مزارشریف په ښار کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ د برید د ۲۸مې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا د دغې پېښې د «عاملانو او امر کوونکو» د پېژندلو او د عدالت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

بریانیوز- شنبه ١٧ اسد ١٤٠٥

۲۸ کاله وړاندې، د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري پر ۱۷مه، د طالبانو له لوري د مزارشریف له نیولو وروسته، د ایران په قونسلګرۍ کې اته ایراني دیپلوماتان او د ایران د دولتي خبري اژانس «ایرنا» خبریال محمود صارمي ووژل شول.

د وژل شویو ایراني دیپلوماتانو نومونه ناصر ریګي، مجید نوري نیارکي، محمدناصر ناصري، کریم حیدریان، محمدعلي قیاسي، رشید پاریوفلاح، نورالله نوروزي او حیدرعلي باقري ښودل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د زمري پر ۱۷مه، په یوه اعلامیه کې دغه پېښه «شنیع جنایت» او د دیپلوماتیکو او قونسلي حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه وزارت ویلي چې د وخت تېرېدل نه شي کولای د دې پېښې اهمیت کم کړي او ټینګار یې کړی چې د پېښې د «مبهمو» اړخونو په روښانه کولو، د عاملانو او امر کوونکو په پېژندلو او د هغوی په وړاندې د عدالت په پلي کېدو کې باید جدي اقدامات وشي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د طالبانو نوم په مستقیم ډول نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي چې تهران به د دې موضوع د تعقیب لپاره له هر ډول فرصت او امکان څخه استفاده وکړي.

ایران هغه مهال طالبان د خپلو دیپلوماتانو او خبریال د وژنې مسوول بللي وو؛ خو طالبانو دغه تور رد کړی او ادعا یې کړې وه چې په دې پېښه کې «خپل‌سري ځواکونو» لاس درلود.

د مزارشریف د قونسلګرۍ دغه پېښه د ایران او طالبانو ترمنځ د اړیکو له تر ټولو جدي بحرانونو څخه ګڼل کېږي، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

ایران له هغې وروسته په بېلابېلو مواردو کې د دې پېښې د بشپړې څېړنې، د عاملانو د پېژندلو او د هغوی د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ۱۴۰۳ کال کې هم له طالبانو غوښتي وو چې د دغې پېښې د عاملانو په اړه د خپلو څېړنو پایلې اعلان او له مسوولینو سره قانوني چلند وکړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto