اسلاماباد : طالبانو مولانا فضلالرحمن ته کابل ته د سفر رسمي بلنه ورکړې
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر سردار احمدجان شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ته کابل ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده
د فضلالرحمن د دفتر په وینا، نوموړي ته بلنه ورکړل شوې چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي
د راپورونو له مخې، د طالبانو سفیر او مولانا فضلالرحمن د لیدنې پر مهال د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او سیمهییز امنیت هم خبرې کړې دي
دا بلنه په داسې مهال ورکول کېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې له سختو ترینګلتیاوو سره مخ دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي امنیت، وسلهوالو ډلو او سوداګریزو لارو د بندېدو په اړه اختلافات په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي
فضلالرحمن په تېرو کلونو کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له کابل سره د اړیکو او خبرو ملاتړ کړی او څو ځله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د سولهییز حل غوښتنه کړې ده
د طالبانو له لوري د یوه بهرني سیاسي مشر د واکمنۍ د کلیزې مراسمو ته بلنه د کابل د بهرني تعامل په لړ کې یوه مهمه سیاسي اشاره بلل کېږي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې طالبان هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1758
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
645
-
سیاست
266
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl