د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی: له افغانستان سره ښې اړیکې د سیمې د امنیت لپاره مهمې دي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل اپریدی وايي، په دغه ایالت کې امنیت او ثبات له افغانستان سره له مثبتو اړیکو سره نېغه اړیکه لري
سهیل اپریدی له یوه پاکستاني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان او خیبر پښتونخوا ترمنځ د امنیتي او سیاسي ستونزو د سولهییز حل لپاره باید د خبرو او جرګې له لارې ګډې هڅې وشي
نوموړي وړاندیز کړی چې د خیبر پښتونخوا د حکومت له چارواکو، سیمهییزو مشرانو، قومي مخورو او اړوندو حکومتي استازو څخه دې یوه ګډه جرګه جوړه شي، څو له افغانستان سره د امنیتي او ډیپلوماټیکو ستونزو د هواري لپاره عملي لارې وموندل شي
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدل کولی شي د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي
د هغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او د ستونزو د سولهییز حل غوښتنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1758
-
اخبار افغانستان
909
-
مقاله
645
-
سیاست
266
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl