news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اف‌ای‌او: د اوبو کمښت او بې‌سارې تودوخې د افغانستان پر کرنې فشار زیات کړی

اف‌ای‌او: د اوبو کمښت او بې‌سارې تودوخې د افغانستان پر کرنې فشار زیات کړی

اف‌ای‌او: د اوبو کمښت او بې‌سارې تودوخې د افغانستان پر کرنې فشار زیات کړی

 بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اف‌ای‌او) په یوه نوي راپور کې ویلي چې د اوبو کمښت، وچکالي او بې‌سارې تودوخې د افغانستان پر کرنیز سکتور فشار زیات کړی او د راتلونکي کرنیز فصل په اړه یې اندېښنې رامنځته کړې دي

د اف‌ای‌او راپور د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ کرنیز فصل لپاره د افغانستان اوسنی کرنیز وضعیت او راتلونکی لیدلوری ارزوي. په دې ارزونه کې د اقلیمي وړاندوینو، له لرې واټنه د راټولو شویو معلوماتو او د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له کروندګرو سره د ترسره شویو مشورو معلومات کارول شوي دي

د راپور له مخې، د اوبو د سرچینو کمښت او د تودوخې لوړې درجې د کرنیزو محصولاتو پر تولید، د څارویو پر ساتنه او د بزګرانو پر معیشت منفي اغېز کولی شي

اف‌ای‌او خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلونونو دوام، د اوبو کمښت او د کرنې پر وړاندې نورې ستونزې به د افغانستان د خوړو پر خوندیتوب هم فشار زیات کړي

دغه سازمان ټینګار کوي چې د اوبو د مدیریت ښه کول، د وچکالۍ پر وړاندې د کرنیزو محصولاتو د مقاومت لوړول او بزګرانو ته د مناسبې کرنیزې مرستې برابرول د راتلونکو ستونزو د کمولو لپاره مهم دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto