جماعت اسلامي پاکستان: له افغانستان سره دې اختلافات د خبرو له لارې حل شي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم الرحمن د کابل او اسلاماباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو او سولهییز تعامل له لارې حل شي
حافظ نعیم الرحمن له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې باید دوام ومومي او په دې بهیر کې د پاکستان حکومت، دیني عالمان او د دیني عالمانو یوه نړیواله اداره هم ونډه ولري
نوموړي ویلي، د پاکستان په بهرني سیاست او عمومي چلند کې کمزورۍ رامنځته شوې دي او هغه هېوادونه چې پخوا د اسلاماباد ملګري بلل کېدل، اوس ورسره اړیکې د پخوا په څېر نه دي
هغه ټینګار کړی چې پاکستان باید په تېرو سیاستونو کې خپلې تېروتنې وارزوي او د افغانستان موضوع د ګواښونو او متقابلو بریدونو له لارې ونه څېړي
د جماعت اسلامي مشر ویلي، دا سمه تګلاره نه ده چې ووایو اړیکې د بېرته ستنېدو له پولې اوښتې دي او که افغانستان برید وکړي، پاکستان به هم برید وکړي
نوموړي زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید خبرې، مشورې او د نظرونو تبادله روانه پاتې شي، څو د اختلافاتو د پراخېدو مخه ونیول شي او د ستونزو لپاره سیاسي حللارې وموندل شي
د حافظ نعیم الرحمن څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې له امنیتي او سیاسي ترینګلتیاوو سره مخ دي او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل غوښتنې زیاتې شوې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?