افغان کډوال : له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي
افغان کډوال : له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګڼو ګواښونو سره مخ دي
بریانیوز/ پنجشنبه ( ۲۲ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغان کډوالو له ایران څخه د جبري ستنېدو بهیر د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د یوه بنسټ په نوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې له ایران څخه ایستل شوي افغان ماشومان له ګڼو بشري او ټولنیزو ستونزو سره مخ کېدای شي
د اګست پر ۱۰مه خپور شوي راپور کې ویل شوي چې هغه ماشومان چې له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي، ښايي له خپلو کورنیو څخه د بېلېدو، زدهکړو ته د نه لاسرسي او د هویتي اسنادو د نشتوالي له ستونزو سره مخ شي
راپور زیاتوي چې د ستنېدونکو ماشومانو لپاره د ناوړه ګټې اخیستنې او استثمار خطر هم شته او ځینې ماشومان ښايي په ناامنو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کولو ته اړ شي
د راپور له مخې، ښځې او ماشومان د جبري ستنېدو پر مهال د ځانګړو زیانپذیریو له امله لا زیاتې پاملرنې او خوندیتوب ته اړتیا لري
بنسټونو ټینګار کړی چې د ستنېدونکو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، د خوندیتوب لپاره باید د هغوی د اړتیاوو مطابق بشري مرستې، روغتیايي خدمتونه، سرپناه او د زدهکړو زمینه برابره شي
د افغان کډوالو جبري ستنېدل په داسې مهال دوام لري چې افغانستان له وړاندې له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او پراخ بشري بحران سره مخ دی، او د کډوالو د لوی شمېر بېرته ستنېدل د هېواد پر محدودو خدماتو لا ډېر فشار اچوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1790
-
اخبار افغانستان
946
-
مقاله
727
-
سیاست
325
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl