news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یان ایګلنډ: افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی

یان ایګلنډ: افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی

یان ایګلنډ: افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی

 بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ وايي، افغانستان له یوه ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی او د مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو افغانانو وضعیت لا پسې خرابوي

ایګلنډ پر ناټو غړو هېوادونو نیوکه کړې چې د نوموړي په وینا، له افغان ولس سره یې خپلې اخلاقي ژمنې هېرې کړې دي

هغه ویلي، د نړیوالو مرستو د مالي سرچینو او بودجې کمښت د بشري مرستو د ادارو وړتیاوې په جدي توګه محدودې کړې دي. د نوموړي په وینا، همدې وضعیت مرستندویه بنسټونه اړ کړي چې د افغان بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره خپلې حیاتي مرستې راکمې کړي

ایګلنډ خبرداری ورکړی چې د مرستو د کمېدو دوام به هغه کورنۍ لا زیانمنې کړي چې له مخکې د بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو او اقلیمي ستونزو له امله له سختو شرایطو سره مخ دي

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان بشري وضعیت له پامه ونه غورځوي او د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې او مالي ژمنې روانې وساتي

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنی بحران یوازې د دغه هېواد ستونزه نه ده، بلکې نړیواله ټولنه هم باید د میلیونونو اړمنو افغانانو د ژوند د ژغورلو په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto