ازبکستان: افغانستان ته به د کورنیو اړتیاوو له پوره کېدو وروسته برېښنا صادر کړو
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
تاشکند – ازبکستان وايي، افغانستان ته د برېښنا صادرات به هغه مهال ترسره کوي چې د دغه هېواد کورنۍ اړتیاوې په بشپړ ډول پوره شي
د ازبکستان د انرژۍ وزیر شیرزاد خوجایف ویلي، افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه به د کورني مصرف له پوره کېدو وروسته د پاتې ظرفیت له مخې ټاکل کېږي
خوجایف زیاته کړې چې په هغو وختونو کې چې په ازبکستان کې د لمریزې او بادي برېښنا تولید زیات وي، د اضافي برېښنا یوه برخه به افغانستان ته صادره شي
بلخوا، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د سرخاندریا – پلخمري د برېښنا لېږد پروژې چارې چټکې کړي.
دغه پروژه د افغانستان د برېښنا شبکې د پیاوړتیا او له منځنۍ اسیا څخه د برېښنا د لېږد لپاره له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي
افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي. د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا یې له بهر څخه، په ځانګړي ډول له ازبکستان او نورو منځنۍ اسیا هېوادونو څخه، ترلاسه کېږي
د برېښنا پر وارداتو د افغانستان لوړه تکیه د دې هېواد لپاره د انرژۍ د امنیت موضوع مهمه کړې ده. د ازبکستان تازه څرګندونې ښيي چې د صادراتو دوام به تر ډېره د دغه هېواد د کورني مصرف، تولید او اضافي ظرفیت پورې تړلی وي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1766
-
اخبار افغانستان
914
-
مقاله
651
-
سیاست
275
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl