فوزیه کوفي: ملګري ملتونه دې پر طالبانو د فشار لپاره عملي اقدامات وکړي
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل : د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې عملي اقدامات ترسره کړي
کوفۍ ویلي: افغانستان د یوه حساس پړاو په درشل کې دی او نړیواله ټولنه باید طالبان د خپلو ژمنو او کړنو په اړه ځواب ویونکي کړي
نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان د روان وضعیت د ښه کېدو لپاره نړیوال فشار باید د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب پر محور ولاړ وي
د ښځو د ملاتړ پروګرامونو د تمویل په اړه اندېښنه
بلخوا، ملګرو ملتونو له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې د ښځو د ملاتړ له پروګرامونو سره خپلې مالي مرستې کمې نه کړي
د ملګرو ملتونو استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو د کمښت په دوام سره ښايي له نیمایي زیات ښځینه بنسټونه په راتلونکي کال کې خپل فعالیتونه په بشپړه توګه ودروي
فرګوسن ویلي، د ښځینه بنسټونو فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو لپاره د ملاتړ، خدمتونو او د هغوی د حقونو د دفاع په برخه کې مهم رول لري او د تمویل کمېدل به د دغو خدمتونو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي
د فوزیه کوفي څرګندونې او د ملګرو ملتونو تازه غوښتنې په داسې مهال مطرح کېږي چې افغان ښځې او نجونې له زدهکړو، کار او د ټولنیز او سیاسي مشارکت له ګڼو فرصتونو محرومې دي او د ښځو د ملاتړ ګڼ بنسټونه د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?