ایکانومېسټ: افغانستان له نسبي امنیت سره سره له ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی
بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د برېټانیا د «ایکانومېسټ» مجلې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته له نسبي امنیت او ثبات څخه برخمن دی، خو لوږه، بېکاري، د نجونو پر زدهکړو بندیزونه او نړیواله انزوا لا هم د افغانانو پر وړاندې له تر ټولو جدي ننګونو څخه دي
د راپور له مخې، طالبانو د هېواد پر وزارتونو، مالیاتي سیستم او سرحدونو خپل کنټرول پیاوړی کړی او هر کال شاوخوا څلور میلیارده ډالر عواید راټولوي. خو د نړیوالو مرستو له کمېدو سره روغتیايي او ټولنیز خدمتونه له جدي مالي ستونزو سره مخ شوي دي
«ایکانومېسټ» لیکي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جګړې کچه کمه شوې، خو اقتصادي وضعیت د ډېرو افغانانو لپاره لا هم سخت دی. د کار نشتوالی، بېوزلي او د خوراکي توکو کمښت د خلکو پر ورځني ژوند دروند فشار اچوي
راپور د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده پر سختدریځو سیاستونو هم نیوکه کړې او په ځانګړي ډول یې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د راتلونکي پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه بللي دي
د مجلې په وینا، د طالبانو د کورني کنټرول له پیاوړتیا سره سره، د نړیوالې ټولنې له لوري د مرستو کمېدل او د افغانستان نړیواله انزوا د دغه هېواد د اقتصاد او عامه خدمتونو لپاره جدي ستونزې رامنځته کړې دي
راپور زیاتوي چې د افغانستان راتلونکی به تر ډېره د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کېدو، د نړیوالې ټولنې د تعامل او د طالبانو د کورنیو سیاستونو له بدلون سره تړاو ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?