news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نصیر احمد فایق :۵۶ هېوادونو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

نصیر احمد فایق :۵۶ هېوادونو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

نصیر احمد فایق :۵۶ هېوادونو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

 بریانیوز/ شنبه ( ۲۴ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

نیویارک – په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ۵۶ هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده

په اعلامیه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د «سیستماتیکې ځپنې او تبعیضي سیاستونو» د پای ته رسېدو غوښتنه شوې او ټینګار شوی چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو حق بېرته ورکړل شي

ګډه اعلامیه له طالبانو غواړي چې پر ښځو د کار لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په ټولنیز، اقتصادي او عامه ژوند کې خپل فعال حضور ولري

د ۵۶ هېوادونو په وینا، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت نشتوالی او روان بشري ناورین د بې‌ثباتۍ له مهمو عواملو څخه دي. دوی ټینګار کړی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره باید د ټولو افغانانو د ګډون زمینه برابره شي

په اعلامیه کې همداراز غوښتنه شوې چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره و نه کارول شي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې باید نړیوالې اندېښنې جدي ونیول شي

طالبانو تر اوسه د ۵۶ هېوادونو د دې ګډې اعلامیې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت بیا په تېرو مواردو کې د ښځو او نجونو په اړه نړیوالې نیوکې رد کړې او ویلي یې دي چې د ښځو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto