طالبانو نن، شنبه د اسد ۲۴مه، له واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه ونمانځله؛ خو تر اوسه هېڅ بهرني هېواد د دې مناسبت په اړه طالبانو ته د مبارکۍ رسمي پیغام نه دی خپور کړی. روسیه، چې د طالبانو اداره یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلې، هم د دې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ کوم پیغام نه دی خپور کړی.
بریانیوز- شنبه ٢٤ اسد ١٤٠٥
طالبان له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر افغانستان واکمن دي، خو د هېواد سیاسي انزوا لا هم پای ته نه ده رسېدلې. ملګرو ملتونو هم تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او په نیویارک کې د افغانستان څوکۍ یې د دې ډلې استازو ته نه ده سپارلې.
نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د پراخ تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو رعایت، د یوه ټولشموله حکومت جوړول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د قومي او مذهبي لږکیو د حقونو درناوی له مهمو شرطونو څخه بللي دي.
خو طالبان نه یوازې دا شرطونه نه دي پوره کړي، بلکې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او سختګیرۍ یې لا هم دوام لري او په ځینو برخو کې زیاتې شوې دي.
طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د کابل له نیولو او د جمهوري نظام له سقوط وروسته واک ترلاسه کړ. دغه ډله تر اوسه د سیاسي مخالفانو سره د واک له شریکولو او د ټولشموله حکومت له جوړولو ډډه کړې او پر خپل انحصاري واک یې ټینګار کړی دی.
په تازه څرګندونو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له بيبيسي سره په مرکه کې له مخالفانو سره د خبرو اړتیا رد کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې د «سراسري امنیت» له شتون سره د خبرو اړتیا نه لیدل کېږي.
په همدې حال کې، په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد د مخالفو وسلهوالو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو نښې هم لیدل کېږي او یو شمېر مخالفې ډلې برلاسي دي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي.
سره له دې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې له ایران، روسیې او چین سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. یو شمېر نور هېوادونه هم د امنیتي اندېښنو، د ترهګرو ډلو د فعالیتونو، کډوالۍ او بشري مسایلو له امله له طالبانو سره تعامل کوي.
خو ډېری دغه هېوادونه ټینګار کوي چې له طالبانو سره دیپلوماتیک تعامل د دې ډلې د ادارې د رسمي په رسمیت پېژندنې په معنا نه دی.
د طالبانو له واک ته د بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د بهرنیو هېوادونو له لوري د دې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ د رسمي پیغامونو نشتوالی یو ځل بیا ښيي چې طالبان، سره له دې چې په کور دننه یې خپل واک ټینګ کړی، لا هم د نړیوال مشروعیت او رسمي رسمیت پېژندنې له جدي ننګونې سره مخ دي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?