اردوغان: غزه به یوازې پرېنږدو؛ د فلسطین تر څنګ به ودرېږو
بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
انقره – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا د غزې او فلسطینیانو په ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ترکیه به د جګړې په دې سخت پړاو کې غزه یوازې پرېنږدي
اردوغان ویلي، انقره چمتو ده چې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره هر هغه اقدام وکړي چې د ده په وینا، اړین وي
نوموړي ادعا کړې چې حماس خپلې ژمنې په رښتینولۍ عملي کوي، خو اسرائیل لا هم خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او جګړه یې نه ده درولې
اردوغان ټینګار کړی چې د غزې د خلکو ملاتړ به د ترکیې له لومړیتوبونو څخه وي او هېواد یې به د فلسطینیانو د حقونو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي
هغه ویلي:موږ به غزه یوازې پرېنږدو او د فلسطین ملاتړ ته به دوام ورکړو
د اردوغان دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو او د اوربند د رامنځته کېدو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي، خو د جګړې د دوام او د دواړو لورو ترمنځ د ژورو اختلافاتو له امله د تلپاتې حل لپاره لا هم ګڼ خنډونه موجود دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1767
-
اخبار افغانستان
915
-
مقاله
652
-
سیاست
276
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl