news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خلیلزاد: له افغانستانه د امریکا مخ اړول به جیوپولیټیکه تشه رامنځته کړي

خلیلزاد: له افغانستانه د امریکا مخ اړول به جیوپولیټیکه تشه رامنځته کړي

خلیلزاد: له افغانستانه د امریکا مخ اړول به جیوپولیټیکه تشه رامنځته کړي

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن باید له کابل سره خپل تعاملات زیات کړي او د افغانستان له اوسني وضعیت څخه باید مخ وانه ړوي

خلیلزاد خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د اړیکو کمول او د دغه هېواد پرېښودل به یوه جیوپولیټیکه تشه رامنځته کړي؛ هغه تشه چې په وینا یې، د ترهګرو ډلو او د امریکا سیالانو لپاره به د فعالیتونو د پراخولو زمینه برابره کړي

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا فعاله ډیپلوماسي کولای شي د امنیتي ګواښونو د څارنې او د سیمه‌ییزو سیالیو د مدیریت لپاره د واشنګټن امکانات پیاوړي کړي

خلیلزاد دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او امریکا اړیکې تر ډېره د محدودو دیپلوماتیکو او بشري تعاملاتو په کچه پاتې دي

د هغه په وینا، واشنګټن باید د افغانستان په اړه داسې تګلاره غوره کړي چې هم خپل امنیتي او جیوپولیټیک اهداف خوندي کړي او هم د سیمې د بدلېدونکي وضعیت له واقعیتونو سره همغږې وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto