news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د بریتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان راتلونکی د افغانانو، سیمې او بریتانیا لپاره مهم دی

د بریتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان راتلونکی د افغانانو، سیمې او بریتانیا لپاره مهم دی

د بریتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان راتلونکی د افغانانو، سیمې او بریتانیا لپاره مهم دی

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لیندسي ویلي، د افغانستان راتلونکی یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سیمې او بریتانیا لپاره هم ځانګړی اهمیت لري

لیندسي د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه د خپل تېر یوه کال د فعالیتونو په اړه څرګندونې کړې دي

نوموړي ویلي، لندن به له افغانستان سره خپلو اړیکو، د بېلابېلو لورو د نظرونو اورېدو او د افغان ولس د ملاتړ ته دوام ورکړي

لیندسي زیاته کړې چې کابل ته د خپلو سفرونو پر مهال یې د طالبانو له چارواکو سره د بریتانیا د لومړیتوبونو په اړه خبرې کړې دي

د بریتانیا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې یوازې خبرې بسنه نه کوي، بلکې خبرې باید له عملي اقداماتو سره ملې وي

د هغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې بریتانیا، د نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر، له طالبانو سره د رسمي پېژندنې له پرېکړې پرته د افغانستان په اړه محدود تعاملات روان ساتلي دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto