بیجینګ : د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ
بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له ۳۰مې تر اګست ۸مې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی او د سیمهییزو اړیکو او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په اړه یې له چارواکو سره خبرې کړې دي
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لورو د ګډو اندېښنو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي
چین وايي، ځانګړي استازي د پاکستان او افغانستان د سفرونو پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا پر لارو چارو بحث کړی دی
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو او خبرو اترو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو د یو شیاویونګ سفر په داسې مهال ترسره شوی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د امنیتي، سیاسي او سرحدي اختلافاتو له امله له سختو ننګونو سره مخ دي
چین په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو کې خپل دیپلوماتیک رول پیاوړی کړي. د بیجینګ په باور، د کابل او اسلاماباد ترمنځ ثبات د سیمې د امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
915
-
مقاله
652
-
سیاست
279
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl