تهران : د ایران پوځ قوماندان ټرمپ ته: د هرمز تنګي په اړه ملنډې وهل لویه تېروتنه ده
بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران – د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي په اړه وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د دغه ستراتیژیک تنګي په اړه ملنډې وهل «لویه تېروتنه» ده
حاتمي د ایران د دولتي رسنیو له مخې ویلي: «دا ایران دی او داسې مدافعان لري چې پښې به دې ماتې کړي.
نوموړي ادعا کړې چې امریکايي ځواکونه په عملي توګه له سیمې ایستل شوي او نور به اجازه ورنه کړل شي چې فارس خلیج، عمان سمندر او هرمز تنګي ته بېرته داخل شي
د ایران د پوځ قوماندان همداراز ویلي چې امریکايي پوځي اډو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپل پخوانی وضعیت بېرته ترلاسه کړي. هغه ټینګار کړی چې ایران به د دغه ډول وضعیت منلو ته چمتو نه شي
د حاتمي څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې ټرمپ د هرمز تنګي په اړه توندې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې متحده ایالات پر دغه مهم سمندري مسیر کنټرول لري
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی او د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله یې امنیت د نړیوالو اندېښنو یوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
915
-
مقاله
652
-
سیاست
279
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl