کابل : پولیو پر وړاندې نوې هڅه؛ په پنځو ولایتونو کې د واکسین کمپاین پیلېږي
بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ وايي، د دوشنبې په ورځ د زمري له ۲۶مې نېټې به په ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې نوی واکسیني کمپاین پیل شي
د دغه بنسټ په وینا، په دې کمپاین کې به د یادو ولایتونو ګڼې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستل شي او له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي
په ننګرهار کې به د واکسین د څاڅکو ترڅنګ ماشومانو ته تزریقي واکسین هم ورکړل شي.مسوولان له کورنیو غواړي چې د واکسین له ټیمونو سره همکاري وکړي او له پنځو کلونو کم عمره خپل ماشومان واکسین کړي، څو د پولیو د خپرېدو مخه ونیول شي
افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې پولیو پکې په بشپړه توګه نه ده له منځه تللې. د روغتیايي بنسټونو په باور، د ماشومانو پرلهپسې واکسینول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره تر ټولو مهم ګام دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
916
-
مقاله
652
-
سیاست
279
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl