news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

افغانستان : د بشري بحران له نوې څپې سره مخ؛ د مرستو کمښت او د میلیونونو راستنېدونکو فشار

افغانستان :  د بشري بحران له نوې څپې سره مخ؛ د مرستو کمښت او د میلیونونو راستنېدونکو فشار

افغانستان :  د بشري بحران له نوې څپې سره مخ؛ د مرستو کمښت او د میلیونونو راستنېدونکو فشار

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د لویدیځو هېوادونو د بشري مرستو کمېدو، له پاکستان سره د نښتو او له ایران او پاکستان څخه د نږدې شپږ میلیونه افغانانو راستنېدو افغانستان له سخت بشري او اقتصادي فشار سره مخ کړی دی

د یوه تازه راپور له مخې، د نړیوالو مرستو کمښت په داسې مهال د افغانستان پر روغتیايي او اقتصادي وضعیت اغېز کړی چې هېواد له وچکالۍ، بې‌وزلۍ، بې‌ کارۍ او د راستنېدونکو کورنیو د پراخو اړتیاوو سره هم مخ دی

راپور ټینګار کوي چې یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان د روغتیا او کرنې اوږدمهالو اړتیاوو ته د حل لاره نه شي کېدای او د بنسټیزو خدمتونو د ساتلو لپاره دوامدارې سرچینې او اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا ده

بلخوا، د «رواداري» سازمان ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي

دغه سازمان وايي، له پاکستان سره روانو نښتو او د سرحدي سیمو ناامنیو د خلکو ژوند اغېزمن کړی او د بشري اړتیاوو کچه یې لوړه کړې ده

همداراز د ایران جګړې او د امریکا د ټرمپ ادارې له لوري د مرستو کمېدو د افغانستان پر نازک اقتصاد نور فشار اچولی دی

د راپور له مخې، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د راستنېدونکو د شمېر د زیاتېدو په دوام سره به د افغانستان پر روغتیايي، اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو فشار لا ډېر شي

د بشري چارو د څارونکو په باور، افغانستان یوازې لنډمهاله مرستو ته نه، بلکې د اقتصاد، کرنې، روغتیا او کارموندنې په برخو کې دوامدار نړیوال ملاتړ او اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto