news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محبوبه سراج : افغانستان پرېږدي؛ د طالبانو محدودیتونه یې د پرېکړې اصلي لامل بللي

محبوبه سراج : افغانستان پرېږدي؛ د طالبانو محدودیتونه یې د پرېکړې اصلي لامل بللي

محبوبه سراج : افغانستان پرېږدي؛ د طالبانو محدودیتونه یې د پرېکړې اصلي لامل بللي

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج وايي، د طالبانو د محدودیتونو او له افغان ښځو سره د کار د دوام د ستونزو له امله پرېکړه شوې چې افغانستان پرېږدي

سراج هندي رسنۍ «فرسټ پوسټ» ته ویلي چې د ښځو د خوندیتوب د مرکز تړل کېدل او له طالبانو سره د هوکړې په برخه کې د هڅو ناکامي د هغې د پرېکړې له مهمو لاملونو څخه دي

د نوموړې په وینا، طالبانو د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې هغه مرکز وتاړه چې د هغې تر مدیریت لاندې یې د ښځو لپاره د خوندیتوب او ملاتړ خدمتونه وړاندې کول

سراج ویلي، له مرکز څخه ۳۳ ښځې ایستل شوې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت یوه مرکز ته لېږدول شوې دي

نوموړې ټینګار کړی چې له افغانستانه له وتلو وروسته به هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د هېواد له بهر څخه د هغوی غږ نړیوالو ته ورسوي

محبوبه سراج له هغو افغان ښځینه فعالانو څخه ده چې د ښځو د حقونو، زده‌کړو او خوندیتوب په برخه کې یې له کلونو راهیسې فعالیت کړی دی. د هغې د وتلو پرېکړه په داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto