news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

سرور دانش: د افغانستان د انتقالي پړاو لپاره دې جلاوطنه حکومت جوړ شي

سرور دانش: د افغانستان د انتقالي پړاو لپاره دې جلاوطنه حکومت جوړ شي

سرور دانش: د افغانستان د انتقالي پړاو لپاره دې جلاوطنه حکومت جوړ شي

 بریانیوز/دو شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل – د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر سرور دانش وايي، د اوسني وضعیت د بدلون او د واک د سوله‌ییز لېږد لپاره باید د انتقالي پړاو په موخه یو جلاوطنه حکومت جوړ شي

دانش ویلي، دغه حکومت کولای شي د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره زمینه برابره کړي او په هېواد کې د واک د لېږد بهیر تنظیم کړي

نوموړي د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او د دوی تګلارې یې د استبداد او «جنسیتي اپارتاید» په توګه یادې کړې. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسنیو سیاسي ستونزو د حل لپاره باید د واک د انحصار مخه ونیول شي

سرور دانش د حللارې په توګه د فدرالي نظام او غیرمتمرکز سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو وړاندیز هم کړی دی. د هغه په باور، د واک وېش او د سیمو پراخ سیاسي مشارکت کولای شي د افغانستان د اوږدمهالو سیاسي اختلافاتو د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي

د دانش څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د سیاسي راتلونکي، ټولګډونه حکومت او د واک د جوړښت په اړه د مخالفو سیاسي څېرو او نړیوالې ټولنې بحثونه لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto