فضلالرحمن: افغانستان او پاکستان باید ګډ راتلونکی جوړ کړي
بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي، دیني او فرهنګي اړیکې دواړه هېوادونه دې ته هڅوي چې د پیاوړو او سولهییزو ګاونډیانو په توګه خپل ګډ راتلونکی جوړ کړي
فضلالرحمن دا څرګندونې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له لوري د اسد د ۲۴مې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي
نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډ تاریخي او فرهنګي تړاوونه باید د اختلافاتو د زیاتولو پر ځای د متقابلې همکارۍ، سولې او سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره وکارول شي
هغه ویلي، افغانستان او پاکستان د جغرافیایي نږدېوالي ترڅنګ له خلکو، دیني ارزښتونو او تاریخي اړیکو سره هم ژور تړاو لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوله او ثبات د ټولې سیمې پر امنیت او اقتصادي پرمختګ مثبت اغېز لرلای شي
د فضلالرحمن څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلاماباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي او د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو او متقابل تفاهم پر اړتیا ټینګارونه زیات شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
916
-
مقاله
654
-
سیاست
283
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl