news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران: د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوې

ایران: د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوې

ایران: د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوې

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

تهران – د ایران د ټرانسپورټ وزیرې فرزانه صادق ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې د ایران شاوخوا ۱۰۰ الوتکې ویجاړې شوې دي، خو د هغې په وینا، له دې زیانونو سره سره د حج لپاره د هوايي سفرونو لړۍ په محدود ډول روانه پاتې شوې ده

صادق ویلي، ایران د خپلو موجودو امکاناتو په کارولو سره د حج مراسمو لپاره له ۸ الوتکو څخه د مسافرینو د لېږد په موخه استفاده کړې ده

د ایران د ټرانسپورټ وزیرې همداراز ادعا کړې چې د بریدونو له امله د هېواد په ۲۵ ولایتونو او شاوخوا ۴۰۰ ښارونو کې سوداګریزو او ملکي ودانیو ته هم زیانونه اوښتي دي

نوموړې د زیانونو د دقیقې کچې او د ویجاړو شویو الوتکو د ډولونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي

د ایران دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او اسرائیلو د پوځي عملیاتو د اغېزو په اړه د تهران له لوري د زیانونو بېلابېل راپورونه خپرېږي، خو د یادو ادعاوو د ټولو جزئیاتو خپلواکه تایید تر اوسه روښانه نه دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto